ads

د افغانستان، پاکستان او چين ترمنځ درې اړخيزه غونډه جوړېږي

د چين ولسي جمهوريت غواړي، د افغانستان، چين او پاکستان ترمنځ د سولې امنيت او اقتصادي همکارۍ په هدف د بهرنيو چارو وزيرانو په کچه درې اړخيزه غونډه جوړه کړي.

نویسنده: sarwan
13 لیندۍ 1396
د افغانستان، پاکستان او چين ترمنځ درې اړخيزه غونډه جوړېږي

د چين ولسي جمهوريت غواړي، د افغانستان، چين او پاکستان ترمنځ د سولې امنيت او اقتصادي همکارۍ په هدف د بهرنيو چارو وزيرانو په کچه درې اړخيزه غونډه جوړه کړي.
دا خبره په ارګ کې نن د افغانستان او پاکستان لپاره د چين ولسي جمهوريت ځانګړي استازي دينگ شيجون له جمهور رييس محمد اشرف غني سره مطرح کړه.
جمهور رئيس غني د چين له لوري د درې اړخيزې غونډې جوړول د سيمې د ثبات او اقتصادي همکاريو لپاره ګټوره وبلله او زياته يې کړه، چې افغانستان به په دې غونډه کې ګډون وکړي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو په دغه کتنه کې د سيمې د اتصال، اقتصادي او انکشافي پروژو او د افغانستان او سيمې د سولې او ثبات د تامين په اړه هم بحث او خبرې وکړې.
سرچينه زياتوي، چې همدارنګه دينگ شيجون له لوري د شانګهاي همکاريو سازمان راتلونکې غونډه کې جمهور رئيس غني ته د ګډون بلنه ورکړه او جمهور رئيس غني يې بلنه ومنله.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA