په خوست کې نن د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ورځ ونمانځل شوه.
ددې ولایت د ښځو چارو ریسه ډاکټر ملالۍ والي وايي، سږکال په دې ولایت کې د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ټيټه شوې ده او هغه راپور يې رد کړ، چې څه موده مخکې د سویل ختيځ زون د بشري سرچینو د دفتر له لوري خپور شوی وو، چې په کې په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه ښودل شوې وه.
د ملالۍ والي په خبره، چې تېر کال په دې ولایت کې د تاوتریخوالي پنځه پنځوس او سږکال پنځه ویشت پېښې ثبت شوې دي، چې د تېر کال په پرتله په کې کموالی راغلی دی.
په ورته وخت کې د خوست د بشري سرچینو ريیس نقیب الله متونوال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لوی لاملونه جنګ جګړه، فقر او د تعلیم د کچې ټيټوالی په ګوته کوي.
خو نوموړی بیا هم دا لویه لاسته راوړنه بولي، چې سږکال په دې ولایت کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د پېښو کچه راکمه شوې ده.
هغه وایي، د تاوتریخوالي پېښې د کموالي اصلي علت عامه پوهاوی دی، چې په دې پرخه کې دیني علماوو، اړونده ادارو او په ځانګړي ډول رسنۍ په کې ډېر رغنده رول درلودلی دی.
د ښځو چارو ریاست په داسې حال کې دغلته د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د کموالي خبره کوي، چې څه موده وړاندې په همدې ولایت کې د سویل ختیځ زون د بشري حقونو د څانګې د راپور پربنسټ د ښځو سره د تاورتریخوالي پېښې زیاتوالی ښودلی و او له دوی سره په دې برخه کې ۹۰ پېښې ثبت شوې وې.


