ads

جمهور رئيس غني له ملي شورا سره د وروستيو سفرونو لاسته راوړنې شريكې کړې

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام د مشرانو جرګې او ولسي جرګې رئيسانو، اداري پلاوو او غړو سره په ارګ کې وکتل، امريکا، هند، متحده عربي اماراتو او اذربايجان ته د خپلو وروستيو سفرونو د لاسته راوړنو په اړه يې معلومات ورکړل.

نویسنده: sarwan
13 لیندۍ 1396

هغه وويل، د دې سفرونو په لړ کې يې د کومانډو ځواکونو او هوايي ځواک د پياوړتيا، اقتصادي، ټرانزيټي او سواګريزو همکاريو په اړه د يادو هېوادونو چارواكو سره خبرې کړي او دغه راز د اذربايجان په سفر کې د ګډو همکاريو هوكړه ليكونه هم لاسليک شول.
جمهور رئيس غني څرګنده کړه، د لومړي ځل لپاره د اقتصادي مسايلو په تړاو يو ځانګړى ټيم جوړېږي، چې د بازار موندنې، کرنيزې پراختيا او مختلفو ابعادو په خاطر به سترې اقتصادي طرحې ترتيب او تنظيم کړي.
د نوموړي په وينا، بهرنۍ پانګونه به بيمه او خپلو کورنيو پانګونو ته به پام وړ انکشاف ورکړي.
د هېواد جمهور رئيس هند د افغانستان ښه همکار وباله او په ټينګار سره يې وويل، دوى له هېڅ يو هېواد سره پټه معامله نه لري او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د دغه هېواد د ګاونډيانو په ضد استفاده وکړي.
د جمهور رئيس غني په خبره، دوى شريکې ګټې لري او هڅه کوي د هند اقتصادي اړيکو څخه د افغانستان د اقتصادي انکشاف په ګټه استفاده وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA