ads

محمد نذير د کابل د پوهنې ستوری وټاکل شو

د کابل د پوهنې رياست (د پوهنې ستورى) سيالۍ د پاى په اعلانولو سره وايي، چې په دې کلنۍ ازموينه کې د شهيد همايون لېسې زده کوونکى محمد نذير تر ټولو ممتاز زده کونکى غوره شوى دى.

نویسنده: sarwan
12 لیندۍ 1396
محمد نذير د کابل د پوهنې ستوری وټاکل شو

د کابل د پوهنې رياست (د پوهنې ستورى) سيالۍ د پاى په اعلانولو سره وايي، چې په دې کلنۍ ازموينه کې د شهيد همايون لېسې زده کوونکى محمد نذير تر ټولو ممتاز زده کونکى غوره شوى دى.
د کابل د پوهنې رئيس محمد سعيد منصور وويل، چې د سيالۍ دا پروګرام د روان کال له لومړيو څخه پيل او د کابل په ټولو دولتي او خصوصي ښوونځيو کې ترسره شو.
د منصور په وينا، د شهيد همايون لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکي محمد نذير لومړى مقام، د عبدالاحمد جاوېد ښوونځي د يوولسم ټولګي زده کوونکو شهيرې او لېمې په ترتيب سره دويم او درېيم مقامونه خپل کړل.
نوموړي زياته كړه، په دې سيالۍ کې ١٥٠زره زده کوونکو برخه اخيستې وه او پايله کې يې درې تنو له لومړي څخه تر درېيم پورې مقامونه وګټل، چې د لومړي مقام ګټونکى کس د کابل د پوهنې د ستوري په توګه غوره شو.
د کابل د پوهنې رئيس همدارنګه وويل، په يادې كلنۍ ازموينه کې ټول مضامين شاملېږي، چې د لومړي مقام ګټونکي ته يو موټر، دويم نومره ته يو لپ ټاپ كمپوټر او درېيم نومره ته ١٥زره افغانۍ نغدي جايزه ورکړل شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA