د هلمند والي له جنرال جان نيكولسن سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې
د هلمند والي حيات الله حيات د شنبې په ورځ په کابل کې د بهرنيو ځواكونو له عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن سره وکتل.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر وايي، په دې کتنه کې دواړو خواوو د امنيتي وضعيت په اړه نظرونه شريک كړل او په ټوله کې د افغان امنيتي ځواکونو او ناټو ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا او د نشه يي توکو په ضد د روانې مبارزې په تړاو خبرې وشوې.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed