د هلمند والي حيات الله حيات د شنبې په ورځ په کابل کې د بهرنيو ځواكونو له عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن سره وکتل.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر وايي، په دې کتنه کې دواړو خواوو د امنيتي وضعيت په اړه نظرونه شريک كړل او په ټوله کې د افغان امنيتي ځواکونو او ناټو ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا او د نشه يي توکو په ضد د روانې مبارزې په تړاو خبرې وشوې.
دواړه چارواكي د نشه يي توکو په ضد د روانو عملياتو د اغېز په اړه هم سره وغږېدل او د وسله والو مخالفينو پر مرکزونو او د نشه يي توکو پر کارځايونو وروستي عمليات اغېزمن وبلل شول.
د هلمند والي وويل، په ټولو جګړه ييزو جبهو کې افغان امنيتي ځواکونو دښمن ته سخته ماتې ورکړې او د پرمختګ په حال كې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


