ads

جېمز ماټيس له پاكستاني چارواكو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د امريکا د دفاع وزير جېمز ماټيس اسلام اباد ته له سفر يوه ورځ مخکې په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي، چې پاكستان ته د سفر په مهال به د دغه هېواد له چارواکو سره د جنوبي اسيا په ځانګړې توګه د افغانستان پر موضوع خبرې وکړي.

نویسنده: sarwan
12 لیندۍ 1396
جېمز ماټيس له پاكستاني چارواكو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د امريکا د دفاع وزير جېمز ماټيس اسلام اباد ته له سفر يوه ورځ مخکې په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي، چې پاكستان ته د سفر په مهال به د دغه هېواد له چارواکو سره د جنوبي اسيا په ځانګړې توګه د افغانستان پر موضوع خبرې وکړي.
هغه هيله څرګنده کړې، چې پاکستان به په دې سيمه کې د سولې او ثبات لپاره خپل رول ترسره کړي.
نوموړي دغه راز په ډاګه کړې، چې د افغانستان امنيت د امريکا له لومړيتوبونو څخه دى او غواړي په افغان سولې پروسه کې همکاري وکړي.
د امريکا د دفاع وزارت وايي، چې اسلام اباد ته د سفر په مهال به ماټيس د پاکستان له لومړي وزير شاهد خاقان عباسي او د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره وګوري.
د سرچينې په وينا، په دې ليدنو کې به د افغانستان سوله او امنيت د اجنډا په سر کې وي.
د امريکا د دفاع وزير په وينا، پخپله خاوره کې د ترهګرو د خوندي ځالو په وړاندې بې پوپيره اقدامات کول د پاکستان په ګټه دي.
د جنوبي اسيا او افغانستان لپاره د امريکا د تګلارې تر اعلان وروسته دا اسلام اباد ته د متحدو ايالتونو د دفاع وزير لومړى سفر دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA