جمهور رئيس غني له مېرمنو بښنه وغوښته

جمهور رئيس محمد اشرف غني د خپلو پرونيو څرګندونو له كبله له مېرمنو بښنه غوښتې ده.
هغه، چې پرون يې د کورنيو چارو له وزارت څخه د ملي دفاع وزارت ته د افغان سرحدي ځواکونو د لېږد په مناسبت غونډې ته وينا کوله وويل، هر څوک چې ادعا کوي د هېواد يو لوړ رتبه غړى يا د منځنۍ کچې مامور او يا نور له داعش سره ملګري دي، جرات دې وکړي، محکمې ته دې حاضر شي او خپله ادعا دې ثابته کړي، کنه ټيكرى دې په سر كړي.