ads

جمهور رئيس غني له مېرمنو بښنه وغوښته

جمهور رئيس محمد اشرف غني د خپلو پرونيو څرګندونو له كبله له مېرمنو بښنه غوښتې ده.
هغه، چې پرون يې د کورنيو چارو له وزارت څخه د ملي دفاع وزارت ته د افغان سرحدي ځواکونو د لېږد په مناسبت غونډې ته وينا کوله وويل، هر څوک چې ادعا کوي د هېواد يو لوړ رتبه غړى يا د منځنۍ کچې مامور او يا نور له داعش سره ملګري دي، جرات دې وکړي، محکمې ته دې حاضر شي او خپله ادعا دې ثابته کړي، کنه ټيكرى دې په سر كړي.

نویسنده: sarwan
12 لیندۍ 1396

د هېواد د جمهور رئيس دا څرګندونې د ښځو د حقونو د فعالانو له توند غبرګون سره مخ شوې او هغه يې مېرمنو او ټيكري ته سپكاوى وباله.
خو نن د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د جمهور رئيس غني د تېرې ورځې خبرې ناسمې تعبير شوې دي.
د سرچينې په خبره، د هېواد جمهور رئيس د ښځو د حقونو له ملاتړو څخه دى او په تېرو درېيو كلونو كې يې د مېرمنو لپاره ډېر كار كړى دى.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، جمهور رئيس غني تل افغان مېرمنې زړورې، باعزته او توانمندې بللي او بيا بيا يې په سياست، ټولنه او فرهنګ کې د هغوى د رول يادونه کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA