ads

چين د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړيتوب ته چمتووالی لري

د چين لومړى وزير لي كيكيانګ وايي، هېواد يې له افغانستان او پاکستان سره ښې اړيکې غواړي او چمتو دى، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ‌د اړيکو بهترۍ او د ګډو کاري ميکانيزمونو ايجاد لپاره د منځګړي رول ولوبوي.

نویسنده: sarwan
11 لیندۍ 1396
چين د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړيتوب ته چمتووالی لري

د چين لومړى وزير لي كيكيانګ وايي، هېواد يې له افغانستان او پاکستان سره ښې اړيکې غواړي او چمتو دى، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ‌د اړيکو بهترۍ او د ګډو کاري ميکانيزمونو ايجاد لپاره د منځګړي رول ولوبوي.
نوموړي دا څرګندونې پرون د روسيې په سوچي ښار کې د شانګهاى د همکاريو سازمان د حکومتونو د مشرانو د غونډې په څنډه كې د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره د ليدنې په مهال وكړې.
لي كيكيانګ وويل، چين تل د افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره هڅې کړي او تر دې وروسته به هم خپلو هڅو ته په يادو برخو کې دوام ورکړي.
د هغه په وينا، هېواد يې په اقتصادي، سوداګري او ټرانزيټي برخو کې له افغانستان سره د اړيکو د ډېرښت هيله لري او دا هيله هغه وخت پوره کېداى شي، چې په دغه هېواد كې امنيت ټينګ او سوله راشي.
بلخوا اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وويل، تروريزم د افغانستان ترڅنګ د سيمې او نړۍ لپاره هم لوى خطر دى او ډېره مهمه ده، چې سيمه او نړۍ د دې خطر د مخنيوي لپاره هڅې وکړي او پاکستان په خپله برخه کې ټول مسووليتونه ادا کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA