جلال اباد کې درې پرله پسې چاودنو ۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د ننګرهار په جلال اباد ښار کې درېيو چاودنو یو پولیس ووژاه او د ملي امنیت دوه کارکوونکي یې ټپیان کړل.
دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د ځای پرځای شویو ماینونو د چاودنو له کبله وشوې، چې په پايله کې يې یو پولیس وژل شوی او د ملي امنیت ښاري مدیر او د امنیت یو بل کارکوونکی ټپیان شوي دي.