د ننګرهار په جلال اباد ښار کې درېيو چاودنو یو پولیس ووژاه او د ملي امنیت دوه کارکوونکي یې ټپیان کړل.
دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د ځای پرځای شویو ماینونو د چاودنو له کبله وشوې، چې په پايله کې يې یو پولیس وژل شوی او د ملي امنیت ښاري مدیر او د امنیت یو بل کارکوونکی ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاني کلید ته وویل چې لومړۍ او دویمه چاودنه کې تلفات نه وو، خو کله چې امنیتي مسوولین سیمې ته ورسېدل درېیمه چاودنه وشوه، چې پرمهال يې یاده مرګ ژوبله واوښته.
د بريدونو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


