ټاکل شوې وه، چې د هېواد د يو شمېر ګوندونو د استازو، د ولسي جرګې د وکيلانو او د پخوانيو تنظيمونو د غړو په ګډون په کندهار کې يوه غونډه جوړه شي، خو د ناڅرګندو دلايلو له مخې ځنډلې ده.
حکومت د بلخ والي عطاء محمد نور دغه ولايت ته له سفره وگرځاوه.
نور د مزار شريف په هوايي ډګر کې خبريالانو ته وويل، چې د کندهار غونډې ته له تګه د ده او ورسره د نورو تلونکو کسانو را ايسارول يو غير قانوني، غير اخلاقي او غير انساني کار دی.
په ښکاره د دې غونډې د جوړېدو هدف له احتمالي بحرانه د افغانستان وتل او رڼو ټاکنو ته لار هوارول بلل شوي دي.
يوه باوري سرچينه وايي، تر دې مهاله کندهار ته يو شمېر مشران او د ولسي جرګې غړي لکه ظاهر قدير، رحمت الله نبيل او نور ور رسېدلي، خو ځينې مشهورې څېرې، چې د تګ خبرونه يې خپاره شوي وو، نه دي ورغلي.
سرچينه زياتوي، په دغو کسانو کې د بلخ د والي عطاء محمد نور، اسماعيل خان، يونس قانوني، امرالله صالح او يو شمېر نورو نومونه شامل دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


