ads

ننګرهار كې ۱۲ داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ننګرهار كې بې پيلوټه الوتكې ۱۲ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، د بهرنيو ځواكونو بې پيلوټه الوتكې د خوږياڼو ولسوالۍ وزيرو تنګي سيمه کې د داعش ډلې يو مركز په نښه كړى دى.

نویسنده: sarwan
10 لیندۍ 1396
ننګرهار كې ۱۲ داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ننګرهار كې بې پيلوټه الوتكې ۱۲ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، د بهرنيو ځواكونو بې پيلوټه الوتكې د خوږياڼو ولسوالۍ وزيرو تنګي سيمه کې د داعش ډلې يو مركز په نښه كړى دى.
سرچينه زياتوي، په دې هوايي بريد كې څلور داعشيان وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.
د سرچينې په خبره، د بريد په ترڅ كې د داعشيانو وسلې او مهمات هم تخريب شوي دي.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA