ننګرهار كې د پنځو پروژو چارې پيل شوې

د ننګرهار د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست د اوبو رسونې پروګرام له مخې د دې ولايت کوټ، سپين غر او مومندرې ولسواليو کې له کليوالي پرمختيايي شوراګانو سره د څه باندې ۱۲ ميليونه افغانيو په لګښت د پنځو پروژو هوکړه ليکونه لاسليک كړل او چارې يې پيل شوې.