ads

ننګرهار كې د پنځو پروژو چارې پيل شوې

د ننګرهار د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست د اوبو رسونې پروګرام له مخې د دې ولايت کوټ، سپين غر او مومندرې ولسواليو کې له کليوالي پرمختيايي شوراګانو سره د څه باندې ۱۲ ميليونه افغانيو په لګښت د پنځو پروژو هوکړه ليکونه لاسليک كړل او چارې يې پيل شوې.

نویسنده: sarwan
10 لیندۍ 1396

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د دغه ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رئيس مجيب الرحمن ضياء له قوله راغلي، چې دا پروژې به سلګونو كورنيو ته د څښاك پاكې اوبه برابرې كړي.
نوموړى وايي، د دغو پروژو چارې به په نږدې څلورو مياشتو كې بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA