ads

كانديد وزيران سبا ولسي جرګې ته د کاري پلانونو د وړاندې كولو بهير پيلوي

د ملي يووالي حكومت ۱۲ كانديد وزيران به، چې د تېرې شنبې په ورځ ولسي جرګې ته د باور رايو اخيستلو لپاره ور وپېژندل شول، سبا دغې جرګې ته د خپلو کاري پلانونو د وړاندې کولو بهير پيل كړي.

نویسنده: sarwan
10 لیندۍ 1396
كانديد وزيران سبا ولسي جرګې ته د کاري پلانونو د وړاندې كولو بهير پيلوي

د ملي يووالي حكومت ۱۲ كانديد وزيران به، چې د تېرې شنبې په ورځ ولسي جرګې ته د باور رايو اخيستلو لپاره ور وپېژندل شول، سبا دغې جرګې ته د خپلو کاري پلانونو د وړاندې کولو بهير پيل كړي.
د ولسي جرګې مرستيال منشي عرفان ‎الله عرفان وايي، چې دغه بهير به درې ورځې دوام ولري.
د هغه په وينا، ټاکل شوې د شنبې او يکشنبې په ورځو د ۱۰ کانديد وزيرانو او د دوشنبې په ورځ د دوو نورو كانديد وزيرانو کاري پلانونه واورېدل شي، چې وروسته به ولسي جرګه د باور يا نه باور رايې وركړي.
د ملي دفاع وزارت ته طارق شاه بهرامي، د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت ته فيض الله ذکي، د کانونو او پټروليم وزارت ته نرګس نهان، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت ته محمد شفيق ګل اغا شېرزى، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته محمد حميد طهماسي، د لوړو زده کړو وزارت ته نجيب الله خواجه عمري، د کورنيو چارو وزارت ته ويس احمد برمک، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته شهزادګل اريوبي، د ټولګټو چارو وزارت ته يما ياري، د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت ته مجيب الرحمن کريمي، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ته نصير احمد درانى او د اقتصاد وزارت ته مصطفى مستور كانديد شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال ۱۵ وزارتونه د سرپرستانو لخوا اداره کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA