جمهور رئيس غني د نشه يي توكو قاچاق د نړۍ امنيت ته ګواښ وباله

جمهور رئيس محمد اشرف غني د نشه يي توكو قاچاق د ټولې نړۍ امنيت ته ګواښ وباله او خواشيني يې څرګنده کړه، چې سږ کال په هېواد كې د کوکنارو کښت زيات شوى دى.
نوموړي نن د اذربايجان پايتخت باکو كې د اسيا زړه – استانبول پروسې د بهرنيو چارو وزيرانو اوومې غونډې ته د وينا په مهال وويل، په افغانستان کې د نشه يي توكو په ضد مبارزه د ټولو ګډ مسووليت دى.