جمهور رئيس محمد اشرف غني د نشه يي توكو قاچاق د ټولې نړۍ امنيت ته ګواښ وباله او خواشيني يې څرګنده کړه، چې سږ کال په هېواد كې د کوکنارو کښت زيات شوى دى.
نوموړي نن د اذربايجان پايتخت باکو كې د اسيا زړه – استانبول پروسې د بهرنيو چارو وزيرانو اوومې غونډې ته د وينا په مهال وويل، په افغانستان کې د نشه يي توكو په ضد مبارزه د ټولو ګډ مسووليت دى.
جمهور رئيس غني زياته كړه، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه اوس مهال د تروريستي او نشه يي توکو د شبکو په ضد په تعرضي حالت کې دي.
د هغه په وينا، افغان ځواكونو په هېواد کې د داعشيانو ظرفيتونه او قلمرو له منځه وړي، په تېر يو کال کې يې د داعش خلاف ۱۵۰۰ ګډ ځمکني او ۳۰۰ هوايي عمليات ترسره کړي، د هغوی درې اميران او ۱۵۰۰ جنګيالي وژل شوي او ۲۰۰ يې نيول شوي دي.
جمهور رئيس غني يو ځل بيا د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريكا د ستراتېژۍ هركلى وكړ: “په نړيواله کچه زموږ د لومړيتوبونو په لور تحرک عالي دى. د باثباتې جنوبي اسيا لپاره تروريزم سره د مبارزې په اړه د جمهور رئيس ټرمپ د نوې ستراتېژۍ له اعلان سره د امريکا متحدو ايالتونو او نړيوالې ټولنې سره د افغانستان پايدارې همکارۍ ته دوباره لورى ورکړل شوى دى.”
هغه خبرې په افغانستان کې د سولې د ټينګېدو يوازينۍ لار ياده كړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


