ټاکل شوې نن مخکې له غرمې د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسيون د ورزشي خبريالانو دويم ملي کانګرس د لوړ پوړه دولتي چارواکو، د المپيک ملي کمېټې رئيس، د بدني روزنې او ورزش رئيس، د کرېکټ بورډ رئيس او ورزشي خبريالانو په حضور کې پرانيزي.
له ياد فډراسيونه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه کانګرس کې به په افغانستان کې د ورزش او رسنيو د ستونزو په اړه بېلابېل بحثونه وشي.
د يادولو ده، چې په دغه کانګرس کې به له ۳۴ ولايتونو څخه ۲۵۰ تنه ورزشي خبريالان، د ورزشي ادارو مسوولين، لوبغاړي او د رسنيو مسوولين برخه واخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ