د هرات ولايت امنيتي چارواکي وايي، د يوې کورنۍ څلور غړي يې د خپل ۵۵ کلن زوم د وژنې په تور نيولي دي.
د هرات د امنیې قومندانۍ د مطبوعاتي څانګې سرپرست سید احمد محمدي کليد ته وويل، دوه سړي او دوه ښځې، چې د یوې کورنۍ غړي دي، درې ورځې وړاندې يې لمړی خپل ۵۵ کلن زوم وژلی او بيا يې په خپل کور کې خښ کړی دی.
محمدي زياته کړه، دغه پېښه د هرات د غوريان ولسوالۍ په کارېز خواجه سیمه کې شوې ده.
د نوموړي په وينا، د يادې پېښې اصلي علت کورنۍ ستونزه وه او زياته يې کړه، چې نيول شويو په خپل جرم اعتراف هم کړی دی.
سرچيه وايي، د وژل شوي سړي جسد د نورو څېړنو په هدف عدلي طب ته لېږل شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


