د ننګرهار ولايتي چارواكي وايي، خوګياڼو ولسوالۍ کې يې د داعش او طالب وسله والو د ځپلو لپاره تازه دمي ځواکونه سيمه کې ځاى پر ځاى کړي دي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، چې يو شمېر امنيتي چارواکي ورسره وو، خوګياڼو ولسوالۍ ته د سفر په مهال وويل، امنيتي قوتونه به ډېر ژر سيمه کې وسله وال مخالفين وځپي او خلکو ته به خوندي امنيتي چاپېريال برابر کړي.
منګل زياته كړه، د جګړو په ترڅ کې بې ځايه شوو کورنيو سره د مرستې لپاره د سروې شل ګروپونه ټاکل شوي، چې تراوسه ۳۴۰۰ کورنيو ته بېلابېلې مرستې رسول شوې دي.
بلخوا د ننګرهار د ملي امنيت مرستيال جميع الله نورستانى وايي، داعش ډلې غوښتل د تورې بوړې په لاسته راوړلو دې سيمه کې خلافت اعلان کړي، خو په خپل هدف کې ناګامه او د امنيتي ځواکونو له لوري وځپل شوه.
نوموړي وويل، طالبانو غوښتل د حصارک او شېرزادو ولسواليو په سقوط سره د پېښور شورا هلته انتقال کړي، چې په خپل هدف کې بريالي نه شول.
په همدې حال کې د ننګرهار امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي او د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزيري وويل، د دولت وسله وال مخالفين يې په بېلابېلو سيمو کې ځپلي او ډېر ژر به د خوګيانو ولسوالۍ هم د هغوى له شتونه پاکه کړي.


