د لغمان الينګار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو عملياتو کې د يو قوماندان په ګډون د دولت څلور وسله وال مخالفين وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي، تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د الينګار ولسوالۍ اړوند د سنګره درې شغالانو، مندوزيو او شاوخوا کليو کې چېرته چې د مخالفينو اصلي پټنځايونه او ځالې دي، ځانګړي هوايي او ځمکني عمليات کړي دي.
نوموړى زياتوي، عملياتو کې د مبارز په نوم د يو مشهور قوماندان په ګډون څلور وسله وال مخالفين وژل شوي او د قوماندان جانان په ګډون ځينې نور ټپيان دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


