ads

د هرات د ولایتي شورا پخوانی غړی له خپلو څلورو ملګرو سره اعدام شو

د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، چې د هرات د ولایتي شورا پخوانی غړی عسکر انوري او څلور ملګري يې د جمهور رييس محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ نن د کابل په پلچرخي زندان کې اعدام شول.

نویسنده: sarwan
8 لیندۍ 1396
د هرات د ولایتي شورا پخوانی غړی له خپلو څلورو ملګرو سره اعدام شو

د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، چې د هرات د ولایتي شورا پخوانی غړی عسکر انوري او څلور ملګري يې د جمهور رييس محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ نن د کابل په پلچرخي زندان کې اعدام شول.
د دې وزارت د وياند د دفتر سرپرست نجیب الله دانش کلید ته وویل، يادو اعدام شوو کسانو د انسان تښتونې او وژنې په ګڼو پېښو کې لاس درلود، چې په کې د هرات د ولایتي شورا پخوانی غړی عسکر انوري د محمد انور زوی، زلمی د عبدالغني زوی، عبدالظاهر د محمد یوسف زوی، فایق د یار محمد زوی او تیمور شاه د حاجي عبدالله زوی شامل وو.
نوموړي زياته کړه، ياد اعدام شوي د احتطافچيانو يوه ډله وه، چې په هرات کې يې ګڼې انسان تښتونې او وژنې کړې وې.
د يادولو وړ ده، چې د اعدام حکم پلچرخي زندان کې د عدلي او قضايي ادارو د استازو په شتون د دغه زندان په ګارنیزیون کې اجرا شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA