وسله والو طالبانو په ننګرهار ولايت كې خپل يو مهم غړى وژلى دى.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې دا پېښه د غني خېلو ولسوالۍ په اووه ويشتمې ويالې سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينه زياتوي، طالبانو خپل مهم غړى خادم، چې په دادالله مشهور او د نازيانو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى و، وژلى دى.
د سرچينې په خبره، ياده پېښه د طالبانو د خپلمنځي اختلافونو له كبله رامنځته شوې ده.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


