په هلمند ولايت کې هوايي بریدونو کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هلمند له ۲۱۵میوند قول اردو څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد وسله وال د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت او افغان ځواکونو په هغو عملياتو کې وژل شوي، کوم چې ددې ولایت په سنګین او د نادعلي ولسوالیو په یو شمېر سیمو کې تر سره شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د يادو هوایي بریدونو په ترڅ کې د وسله والو یو عراده کرولا ډوله موټر هم له منځه وړل شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


