د لوګر په مرکز پل علم ښار كې ځانمرګى بريد شوی

د لوګر ولايت په مركز پل علم كې ځانمرګي بريد ۱۱ ملكي وګړي ټپيان كړل.
د لوګر د والي وياند سليم صالح كليد ته وويل، چې دا بريد نن سهار لس نيمې بجې د پل علم ښار په بازار كې د بركي برك د اډې مخې ته شوى دى.