ads

د لوګر په مرکز پل علم ښار كې ځانمرګى بريد شوی

د لوګر ولايت په مركز پل علم كې ځانمرګي بريد ۱۱ ملكي وګړي ټپيان كړل.
د لوګر د والي وياند سليم صالح كليد ته وويل، چې دا بريد نن سهار لس نيمې بجې د پل علم ښار په بازار كې د بركي برك د اډې مخې ته شوى دى.

نویسنده: sarwan
7 لیندۍ 1396
د لوګر په مرکز پل علم ښار كې ځانمرګى بريد شوی

د لوګر ولايت په مركز پل علم كې ځانمرګي بريد ۱۱ ملكي وګړي ټپيان كړل.
د لوګر د والي وياند سليم صالح كليد ته وويل، چې دا بريد نن سهار لس نيمې بجې د پل علم ښار په بازار كې د بركي برك د اډې مخې ته شوى دى.
هغه زياته كړه، د بريد هدف د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر محمد ايوب وردګ و، خو په پېښه كې نوموړي ته زيان نه دى اوښتى.
د صالح په وينا، نهه ټپيان په ملكي روغتون كې تر درملنې لاندې دي او دوه نور كابل ته لېږدول شوي دي.
د دغه ځانمرګي بريد مسووليت تراوسه كومې ډلې نه دى منلى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA