ads

جمهور رئيس غني د هلمند يو شمېر مشرانو سره وليدل

جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون په ارګ كې د هلمند ولايت يو شمېر قومي مشرانو او استازو سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، چې د هلمند ثبات، کراري او پرمختګ د دوى اساسي هدف دى.

نویسنده: sarwan
7 لیندۍ 1396

د هغه په وينا، قانون تطبيقېږي او د قانون سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي، ځکه دا د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او ټول ورباندې اجماع لري.
نوموړى وايي، ټاپي پروژه په نږدې راتلونکي کې هرات ولايت ته را رسېږي او له ټولو مشرانو يې غوښتنه دا ده، چې د دې پروژې په تطبيق او بشپړېدو کې مرسته وکړي، ځکه د افغانستان دښمنان نه غواړي دغه مهمه پروژه تطبيق شي.
جمهور رئيس غني څرګنده کړه، د ټاپي پروژې ترڅنګ د ۵۰۰ کيلو ولټه برېښنا د لېږد مزي له تورغنډۍ څخه سپين بولدک ته غځول کېږي او پر دې سربېره نورې وړې پروژې هم په پام کې دي، چې په تطبيق سره به يې د سيمو خلکو ته د کار او هوسا ژوند زمينې برابرې شي.
بلخوا د هلمند قومي مشرانو په اوس وخت کې د لويې جرګې رابللو پر ځاى د حکومت ملاتړ ګټور وباله او زياته يې کړه، لويه جرګه د افغانستان ملي عنعنه ده او هېڅوک حق نه لري، چې د شخصي ګټو لپاره ورڅخه استفاده وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA