لوګر كې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ۷ طالبان وژل شوي

په لوګر كې د يكشنبې په ورځ بې پيلوټه الوتكې اووه وسله وال طالبان وژلي دي.
د لوګر ولايت مقام وايي، د ازرې د ولسوال د راپور پر بنسټ د دې ولسوالۍ په تختکي سيمه کې اووه وسله وال مخالفين، چې په يوه سراچه موټر کې سپاره وو، د بې پيلوټه الوتكې له لوري په نښه او ووژل شول.