په لوګر كې د يكشنبې په ورځ بې پيلوټه الوتكې اووه وسله وال طالبان وژلي دي.
د لوګر ولايت مقام وايي، د ازرې د ولسوال د راپور پر بنسټ د دې ولسوالۍ په تختکي سيمه کې اووه وسله وال مخالفين، چې په يوه سراچه موټر کې سپاره وو، د بې پيلوټه الوتكې له لوري په نښه او ووژل شول.
سرچينې وژل شوي طالبان د مولوي حيات الله د ډلې كسان بللي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


