اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، د ملي يووالي حكومت له هېواده بهر جګړو كې د افغانانو د برخې اخيستنې نه پلوي و او نه دى.
نوموړي كه څه هم نن د وزيرانو شورا غونډې ته د وينا په مهال د چا نوم وانه خيست، خو دا خبره يې د اجرائيه رياست د دويم مرستيال محمد محقق د وروستيو څرګندونو په غبرګون كې وه.
محقق په ايران کې له هغو جنګياليو مننه کړې وه، چې له افغانستانه ځي او په سوريه کې د ايران لپاره جګړه کوي.
خو عبدالله وايي، چې افغانان د جګړې له كبله كلونه كلونه ځورېدلي او د نړۍ بېلابېلو برخو ته كوچېدلي دي.
د هغه په وينا، اوس مهال داعش ته په نړيواله كچه د يوه ستر ګواښ په توګه كتل كېږي او په دې يې خوښي څرګنده كړه، چې دغې ډلې په ځينو سيمو كې ماتې خوړلې ده.
وروسته له هغې، چې د سوريې جګړې ته د افغانانو د استولو په اړه د محمد محقق څرګندونو په کور دننه د ځينو افغانانو توند غبرګونونه وپارول، هغه د خپلو خبرو دفاع کړې ده.
نوموړي له ايران انټرنشنل سره په تازه مرکه کې، چې پرون يې کړې، د خپلو هغو خبرو ننګه کړې، چې په تهران کې يې كړې وې. د اجرائيه رياست دويم مرستيال وايي، خبرې يې د هېواد په خير دي او تر پايه يې دفاع کوي.


