ads

باميانو کې سږکال کروندګرو ۴۰۰ زره ټنه د کچالو حاصلات ترلاسه کړي

باميانو ولايت کې سږکال د تېرو کلونو په پرتله د کچالو محصول ۲۰ فيصده ډېر شوی دی.
د دې ولايت د اوبو لګونۍ، بڼوالۍ او مالدارۍ ادارې مسوولين وايي، سږ کال بامياني کروندګرو ۴۰۰ زره ټنه کچالو له خپلو کروندو ترلاسه کړي.

نویسنده: sarwan
5 لیندۍ 1396

د دې ادارې مسوول عبدالواهاب محمدي کليد ته وويل، چې له ۸۰ فيصده ډېر باميانيان په کروندګرۍ او مالدارۍ مصروف دي او د دې ولايت عمده کر توکي کچالو، غنم او نورې مېوې دي.
محمدي زياته کړه، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د کروندګرو له کچالو سره علاقه ډېره زياته وه.
د حکومتي مسوولينو په خبره، که کچالو ته ښه مديريت او ښه بازارموندنه وشي، په دې برخه کې به د هېوادوالو اتيا سلنه غوښتنه پوره کړی شي.
د عبدالعلي په نوم يو کروندګر وايي، په څلور جرېبه ځمکه کې يې کچالو کرلي وو، چې له هغې يې ۱۱۰۰ منه کچالو حاصل ترلاسه کړي او هر من يې په ۱۱۲ افغانۍ پلورلي دي او زياتوي، سږ کال د تېر کال په پرتله د کچالو پلور هم ښه و.
د باميانو د بڼوالۍ او مالدارۍ اداره وايي، کچالو لپاره يخ خونې او بسته بندۍ د دې علت شوي، چې کروندګر په کې خپل محصولات وساتي ترڅو په سړه هوا کې زيانمن نه شي.
باميان يو له هغو ولايتونو څخه دی، چې نسبت نورو ولايتونو ته متفاوت اقليم لري، چې پسرلی او دوبی يې معتدل او ژمی يې يخ وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA