ځايي چارواکي وایي، تېره میاشت د ګډو امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې نږدي ۱۴۰ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وایي، چې دا عملیات د ملی اردو، سرحدي پوليسو، عامه نظم او ځانګړو پولیسو او د ملي امنیت د ځواکونو له لوري په یاد ولایت کې د وسله والو طالبانو د مرکزونو د له منځه وړلو لپاره پيل شوي وو.
فرهاد زياتوي، په يادو عملياتو کې د وسله والو طالبانو د پنځو مشهورو قومندانانو په ګډون نږدې ۱۰۰ تنه وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
نوموړی وايي، ډېره مرګ ژوبله وسله والو ته په شينډنډ ولسوالۍ او زېرکوه سيمه کې اوښتې، چې ورسره يو شمېر وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
د هغه په وینا، په تېره يوه میاشت کې امنیتي او دفاعي ځواکونو د ۱۷ تروريستي بریدونو مخه هم نیولې ده.
سرچینه زياتوي، په يادو عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۱ امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ تنه نورټ پیان شوي هم دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد زياتوي، چې په تېره مياشت کې په ښار او ولسوالیو کې ۵۲ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې مخکې په هرات ښار کې څلور تنه په بېلابېلو پېښو کې په بې رحمۍ ووژل شول.


