ads

محمد محقق په سوريه کې د افغان جنګياليو مېړانه وستايله

د ملي يووالي حكومت د اجرائيه رئيس دوهم مرستيال محمد محقق په سوريه کې د افغان جنګياليو مېړانه وستايله او له هغوی يې مننه وکړه.

نویسنده: sarwan
5 لیندۍ 1396
محمد محقق په سوريه کې د افغان جنګياليو مېړانه وستايله

د ملي يووالي حكومت د اجرائيه رئيس دويم مرستيال محمد محقق په سوريه کې د افغان جنګياليو مېړانه وستايله او له هغوی يې مننه وکړه.
نوموړي په ايران كې په يوه جوړه شوې غونډه كې د خبرو په مهال عراق او سوريې ته د هغو جنګياليو د بريا مبارکي ورکړه، چې په سوريه کې د داعشيانو په وړاندې جګړه کوي.
محقق زياته کړه، د افغانانو په ګډون له ټولو جنګياليو څخه، چې په دې جګړه کې يې ګډون کړی، د بريا له كبله له زړه مننه کوي او په خبره يې، دا په حقيقت کې د کفر په وړاندې د اسلام جګړه ده.
هغه افغانان، چې د سوريې جګړې ته لېږل شوي، د فاطميون په نوم له يوې ډلې سره د بشارالاسد د حکومت په پلوۍ جګړه کوي.
ويل کېږي دا ډله د سپاه پاسداران د يوه قوماندان قاسم سليماني له لوري جوړه شوې، چې افغان کډوال د سوريې جګړې ته هڅوي.
دا په داسې حال كې ده، چې افغان حكومت تل د ايران له لوري د سوريې جګړې ته د افغانانو پر استولو سختې نيوكې كړي او د دې كار د مخنيوي غوښتنه يې كړې ده.
محقق همدارنګه وايي، د افغانستان د شمال له ناامنه کېدو سره پر منځنۍ اسيا هم ګواښونه زياتېږي او سيمه‎ييز هېوادونه بايد د دغې وضعيت د مخنيوي لپاره لاس په لاس شي.
د راپورونو له مخې اوسمهال داعش ډله په عراق او سوريه کې له ماتې سره مخ ده، خو اندېښنې موجودې دي، چې په عراق او سوريه کې د داعشيانو ماته به په افغانستان کې د دوی موجوديت ډېر شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA