ads

د کاپيسا د تګاب ښاروال د اداري فساد په تور ونيول شو

د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي، چې د تګاب ښاروال عبدالشكور د يكشنبې په ورځ د رشوت له پيسو سره يو ځاى د امنيتي او عدلي کسانو لخوا نيول شوى دى.

نویسنده: sarwan
5 لیندۍ 1396
د کاپيسا د تګاب ښاروال د اداري فساد په تور ونيول شو

د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي، چې د تګاب ښاروال عبدالشكور د يكشنبې په ورځ د رشوت له پيسو سره يو ځاى د امنيتي او عدلي کسانو لخوا نيول شوى دى.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي کليد ته وويل، د تګاب ښاروال په خپله اداره کې د يو شهيد له کورنۍ څخه د ځمکې د وركړې په بدل كې پيسې اخيستې وې، چې د امنيتي او عدلي ادارو له لوري له پيسو سره يو ځاى نيول شوى دى.

د يوسفزي په وينا، له عبدالشكور څخه له څو کلونو راهيسې د تګاب اوسېدونکو شکايتونه کول، چې د پيسو په مقابل کې خلکو ته  دولتي ځمکې وېشي.

نوموړي زياته كړه، امنيتي ځواکونو پرون په نجراب سيمه کې دوه مهم غله هم نيولي، چې په لويو لارو کې به يې نظامي لباسونه پر تن وو، له خلکو څخه به يې پيسې او مالونه اخيستل او ډېرى وخت به يې وژنې هم کولې.

د يادونې وړ ده، چې په روان کال کې د کاپيسا د بېلابېلو ادارو يو شمېر کار کوونکي د اداري فساد له كبله نيول شوي، چې اوس هم په زندان کې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA