ads

د غوراوي مخکينۍ کمېټې د کار د پيل په اړه د جمهور رييس غني حکم

جمهور رئيس محمد اشرف غني د ټاکنو خپلواک کمېسيون د غوراوي مخکينۍ کمېټې د کار د پيل په اړه حکم صادر کړى دى.

نویسنده: sarwan
5 لیندۍ 1396
د غوراوي مخکينۍ کمېټې د کار د پيل په اړه د جمهور رييس غني حکم

جمهور رئيس محمد اشرف غني د ټاکنو خپلواک کمېسيون د غوراوي مخکينۍ کمېټې د کار د پيل په اړه حکم صادر کړى دى.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، د ملي پروسې په توګه د ټاکنو ارزښت ته په کتو او د هغو د غوره ترسره کولو په خاطر وړ او تجربه لرونکو کسانو ته اړتيا ده او دا چې د پاتې كانديدانو له لېست څخه په شرايطو برابر کس د ټاکنو خپلواک کمېسيون غړيتوب ته و نه ټاکل شو، د ملي يووالي حکومت رهبرۍ تصميم ونيوه، چې د غوراوي کمېټې د کار د پيل په هدف حکم صادر کړي.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، جمهور رئيس د ټاکنو قانون د ۱۳مې مادې د صراحت مطابق د ياد کمېسيون د کمبود غړي د ټاکلو په خاطر لارښوونه وکړه، چې د غوراوي کمېټې مخکيني غړي د دې حکم د صادرېدو له نېټې څخه خپل کار پيل کړي.
په دې حکم کې راغلي، چې ياده کمېټه دې خپل اجراآت د ټاکنو قانون او اړوندو طرزالعملونو د حکمونو مطابق تنظيم کړي.
د يادونې وړ ده، چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون رئيس نجيب الله احمدزى شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې له دندې ګوښه كړاى شو.
حكومت ويلي و، چې احمدزى د جمهور رئيس د حكم، د ټاكنو خپلواك كمېسيون د غوښتنې او پرېكړې پر بنسټ د دغه كمېسيون له غړيتوبه لرې كړاى شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA