د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ لسګونه قومي مشرانو د امنیتي ځواکونو عملیاتو پرمهال د ملکي تلفاتو پېښو په غبرګون اعتراض وکړ.
دوی، چې د ولایتي شورا انګړ کې د اعتراض په ډول راټول شوي وو، له حکومتي چارواکو وغوښتل، څو د ملکي خلکو ژوند د خوندیتوب لپاره جدي کار وکړي.
د حصارک اوسېدونکو وویل، چې تېره اونۍ په دې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکینو عملیاتو کې د درېيو ولسي وګړو وژلو سربېره د یوه شپانه لسګونه څاروي هم له منځه ولاړل.
د ننګرهار ولایتي چارواکي بیا وایي، امنیتي ځواکونه هڅه کوي، څو د خپلو عملیاتو پرمهال د ولسي خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي، خو زیاتوي، چې ډېر کله وسله وال ولسي وګړو څخه د سپر په توګه کار اخلي.
په دې اړه د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، حصارک ولسوالۍ کې د ولسي وګړو وروستۍ مرګ ژوبله هم همداسې د یوې پېښې په پایله کې رامنځته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو عملیاتو کې د ولسي مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.


