هلمند كې پر ملكي وګړو چاودنه شوې

د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ كې تېره ورځ پر ملکي وګړو د ماين چاودنه شوې ده.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې د ناوې ولسوالۍ په عينك سيمه كې پر عمومي سړک د وسله والو طالبانو له لوري د ښخ شوي ماين چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي دي.