د دشت ارچي ولسوال: د دشت ارچي ولسوالۍ ۸۰ سلنه خاوره د وسله والو په ولکه کې ده

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ ولسوال نصرالدین سعدي وایي، چې د یادې ولسوالۍ ۸۰ سلنه خاوره د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده او یواځې د ولسوالې بازار او نږدې شاوخوا سیمې له دولت سره دي.