د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ ولسوال نصرالدین سعدي وایي، چې د یادې ولسوالۍ ۸۰ سلنه خاوره د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده او یواځې د ولسوالې بازار او نږدې شاوخوا سیمې له دولت سره دي.
د دشت ارچي ولسوال زیاتوي، چې په کراتو کراتو یې له لوړ پوړو چارواکو سره کتلي او د یادې ولسوالې په اړه یې ورسره خبرې کړي، خو د نن او سبا په خبرو یې تراوسه پورې د دشت ارچي د پاکولو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.
د سعيدي په وينا، د ټول کندوز په کچه د دشت ارچي ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ستر مرکز دی او له همدې ولسوالۍ د جګړو لپاره نورو ولسوالیو ته تګ او راتګ کوي.
بلخوا د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي هم مني، چې په یاده ولسوالۍ کې امنیتي حالات ورځ تر بلې خرابېږي او له تېرو ۳ کلنو راهیسې د دشت ارچي ولسوالۍ نيمايي بازار خراب شوی دی او د یادې ولسوالۍ په ۸۰ سلنه خاوره وسله وال طالبان کنټرول لري.
د یادونې وړ ده، چې د کندوز د دشت ارچي هغه ناامنه ولسوالۍ ده، چې له ګاونډي ولایت تخار سره کډه پوله لري او کله نا کله له همدې ولسوالۍ د تخار ولایت یو شمېر ولسوالۍ هم تهدیدوي.


