د اروزګان امنيتي چارواكي د دې ولايت په ځينو ولسواليو كې د وسله والو طالبانو د ځپلو خبر وركوي.
د اروزګان د امنيه قوماندانۍ اداري مرستيال شفيق الله طاهري وايي، چې د چنارتو، چورې او چارچينو په ګډون په يو شمېر ولسواليو كې د طالبانو ټول فعاليتونه له ماتې سره مخ شوي او د امنيتي ځواکونو له لوري ورته غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړل شوي دي.
طاهري وويل، چې امنيه قوماندان رحمت الله صديقي چنارتو ولسوالۍ ته تللى او د نورو اضافي سرتېرو غوښتنه يې كړې ده، ترڅو هلته د طالبانو په ضد عمليات وکړي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د اروزګان امنيتي چارواکي د طالبانو د ځپلو خبره په داسې حال كې كوي، چې لا هم د مركز ترينکوټ ښار په دوه کيلو مټرۍ کې طالبان پراخ حضور لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


