جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره ورځ په ارګ كې د بوسنيا د جمهوري رياست د شورا رئيس دراګان چوويچ سره، چې د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلى و، وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، چې په دې ليدنه كې جمهور رئيس غني له افغانستان سره د بوسنيا له همکاريو مننه وکړه.
د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان او بوسنيا ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړيکو د ټينګښت او همکاريو پر لا پياوړتيا تفصيلي بحث او خبرې وکړې.
د بوسنيا د جمهوري رياست د شورا رئيس دراګان چوويچ افغانستان ته په خپل سفر خوښي وښوده او ډاډ يې ورکړ، چې هېواد يې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


