ميدان وردګ كې د طالبانو په ضد هوايي او ځمكني عمليات شوي

د ميدان وردګ امنيتي چارواكي په دې ولايت كې د اوو وسله والو طالبانو د وژلو او پنځو نورو د نيولو خبر وركوي.
د ميدان وردګ د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب اميني وايي، چې امنيتي ځواكونو د دغه ولايت د سيد اباد ولسوالۍ په تنګي كلي كې هوايي او ځمكني عمليات كړي دي.