ads

ميدان وردګ كې د طالبانو په ضد هوايي او ځمكني عمليات شوي

د ميدان وردګ امنيتي چارواكي په دې ولايت كې د اوو وسله والو طالبانو د وژلو او پنځو نورو د نيولو خبر وركوي.
د ميدان وردګ د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب اميني وايي، چې امنيتي ځواكونو د دغه ولايت د سيد اباد ولسوالۍ په تنګي كلي كې هوايي او ځمكني عمليات كړي دي.

نویسنده: sarwan
30 لړم 1396

دى زياتوي، د عملياتو په ترڅ كې په ياده سيمه كې د طالبانو د ډلې د مشر قاري فضل الرحمن او د هغه د مرستيال مولوي معراج په ګډون اووه وسله وال مخالفين وژل شوي او پنځه تنه نور نيول شوي دي.
د اميني په وينا، د عملياتو په مهال لسګونه ميله سپكې او درنې وسلې هم ترلاسه شوي او امنيتي ځواكونو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA