ads

هرات کې دوه ښځې د غلا په تور نیول شوي

ځايي امنيتي چارواکي وایي، د هرات ولایت په لمړۍ ناحیه کې يې دوه مېرمنې د غلا په تور نيولې دي.

نویسنده: sarwan
29 لړم 1396
هرات کې دوه ښځې د غلا په تور نیول شوي

ځايي امنيتي چارواکي وایي، د هرات ولایت په لمړۍ ناحیه کې يې دوه مېرمنې د غلا په تور نيولې دي.
د هرات د امنيې قومندانۍ د مطبوعاتي دفتر سر پرست سید احمد محمدي کلید ته وویل، دغه ښځې د یو سړي په همکارۍ د خلکو کورونو ته تللې او خپل ځانونه یې د ښاروالۍ کارکوونکې معرفي کولې، تر څو د کورونو پاکوالۍ وګوري، خو له ننوتو وروسته به يې د چاقو او تومانچۍ په واسطه کورنۍ والا تهدیدول او له هغوی به يې پيسې او سره زر اخيستل.
محمدي وایي، یادې مېرمنې د خلکو په مرسته هغه مهال د پولیسو له لوري ونیول شوې، چې له یوه کوره يې غلا کوله.
د نوموړي په وينا، له نیول شو مېرمنو څېړنې پيل شوې دي او هڅه کوي ترڅو نور ملګري يې هم ونيسي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA