هرات كې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ كې د ګډو افغان امنيتي ځواكونو په عملياتو كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، دا عمليات له تېرو لسو ورځو راهيسې دوام لري، چې د ملي اردو سرتېري، سرحدي، د عامه نظم او ځانګړي پوليس او د ملي امنيت ځواكونه يې پر مخ وړي.