د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ كې د ګډو افغان امنيتي ځواكونو په عملياتو كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، دا عمليات له تېرو لسو ورځو راهيسې دوام لري، چې د ملي اردو سرتېري، سرحدي، د عامه نظم او ځانګړي پوليس او د ملي امنيت ځواكونه يې پر مخ وړي.
نوموړي زياته كړه، چې تراوسه په دې عملياتو كې د يو شمېر قوماندانو په ګډون ۷۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپيان دي.
د هرات د والي وياند وايي، امنيتي ځواكونو د تروريستي فعاليتونو په تور ۱۲ شكمن كسان نيولي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


