د هلمند د عامې روغتيا چارواکي وايي، ډېر ژر به په مرکز او ولسوالیو کې ټول روغتیايي مرکزونه جوړ شي.
د دې ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر مولاداد توبه ګار کليد ته وويل، د دو میاشتو په اوږدو کې د لښکرګاه ښار تر څنګ به ددې ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د ټولو روغتیايي مرکزونو چارې بشپړې شي او مستحق کسان به په کې په دندو وګمارل شي.
د نوموړي په وینا، اوسمهال که څه هم ددې ولایت په یو شمېر سیمو کې روغتیايي ستونزې لا موجودې دي، خو په خبره يې مخکې ته په کتو سره تر ډېره حده پورې هغه ستونزې اوس هوارې شوې دي.
په ورته وخت کې یو شمېر روغتیايي فعالان وایي، چې اوسمهال په مرکز او ولسوالیو کې د روغتیا په برخه کې تر ډېره حده پورې کار شوی دی، خو دوی غواړي ترڅو په راتلونکي کې په یاده برخه کې له دې ډېر کار تر سره شي.
د یادولو وړ ده، چې نه یوازې په هلمند کې ځینې روغتیايي ستونزې لاموجودې دي، بلکې د هېواد په نور ولایتونو کې هم په روغتیايي مرکزونه کې روغتیایي خدمات په هغه معیار نه وړاندې کېږي، لکه څنګه چې په دې برخه کې ورته اړتيا ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

