ads

افغان دولت له نړيوالې ټولنې پر کونړ د پاکستاني ځواکونو د بريدونو د مخنيوي غوښتنه کړې

د ملي دفاع وزارت وايي، پر کونړ د پاکستاني ځواکونو د مرميو توغولو موضوع يې له نړيوالې ټولنې سره شريکه کړې ده.
د دې وزارت وياند جنرال دولت وزيري پرون په يوه خبري ناسته کې وويل، له نړيوالې ټولنې او پاکستان سره يې پر کونړ د پاکستاني ځواکونو د مرميو توغولو په باب د افغان دولت اندېښنه شريکه کړې، خو پاکستان چې په دې ورستيو کې د نړيوالې ټولنې تر جدي ګواښونو لاندې دى، د ټولو اصولو خلاف ياد بريدونه ردوي او انکار کوي.

نویسنده: sarwan
28 لړم 1396

د نوموړي په وينا، دوى د هېواد حالاتو ته په کتو هڅه کوي دا موضوع د خبرو له لارې حل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کلونه کېږي پر کونړ پر بېلابېلو سيمو توغندي توغوي، چې په دې وروستيو کې يې يو ځل بيا زور اخيستى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA